Thursday 25 June 2015

Gharibi

جاويد "درمان"..
دومرہ غریب وم چي گنڈلو لہ مي ستنہ نہ وہ..
بالا مودہ زما قمیص پوري لمنہ نہ وہ..
غریبی داسي چي ازغی ھم پہ ازغی اوباسم..
قسمت مي داسي چي پہ ٹول کلی كي غنہ نہ وہ..
سہ بلا گران دی دا پردی جیب نہ پیسے اوباسل..
نن مي لیدل دا یو مزدور دا لاس سرمنہ نہ وہ..
دا خپل احساس دا سیوري لاندي مي دمہ اوکڑلہ..
دا خار کوسے ٹولي پاخے وي چرتہ ونہ نہ وہ..
"درمانہ"تلئ میکدي تہ وم واپس راغلمہ..
پہ دے خبرہ چي دا مور راتہ بخنہ نہ وه.."

No comments:

Post a Comment